By: appro-admin
No Comment
680 views

د افغانستان دعامه څیړنو موسسه په افغانستان کی له اساسی حقونوڅارنۍ پروژه پرانیزی

June 5 2016

د افغانستان دعامه څیړنو موسسه په افغانستان کی له اساسی حقونوڅارنۍ پروژه یی د یکشنبۍ په ورځ د ۲۰۱۶ کال د جون په ۵ نیټه په کابل کی دهلند شاهی سفارت کی په لاره واچوله. د افغانستان د ۱۰ ولایتونو څخه ددی پروژی د لمړنیو مهم او اړینی موندنی د افغانستان دمدنی ټولنو، دولتی ارګانونو او بین المللی موسسو ِغړیو ته وړاندی شول

دا غونډه د یوه ګردی میز په شمول هم وه چی په کی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک ریاست، د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ د ولسمشر د ځانګړي استازي او کوردیت استازو ګډون درلود

د افغانستان دعامه څیړنو د موسسۍ رئیس ډاکتر سعید پرتو د دی غونډی په جریان کی وویل

په اساسی حقونو کې د موندنو ساتنه یوی اوږمهاله څارنۍ او بدلونونو ځواب ورکولو ته اړتیا لری. له اساسی حقونوڅارنۍ پروژه موږ ته اجازه راکوی ترڅو خپلی ګوتی د ټولنیز او اقتصادی بدلون په نبض چی په افغانستان کی داساسی حقونو بنسټ جوړوی، کشیژدو

دا لومړنی موندنۍ په افغانستان کی د اساسی حقونو څارنۍ پروژۍ پیل دی، دا څارنیزه پروژه د آګاهانه تګلاری نه د ساتنۍ او همدارنګه د مدنی، ټولنیزو او اقتصادی اساسی حقونو نه د ساتنۍ او لوړتیا دکارونکو موندنو له لاری، دظرفیتونو لوړتیا، او جوړونکی عدالت ِغوښتنۍ په موخه ډیزاین شوی ده

نظارت په کال کی دری ځلی د پام وړ بدلونونو د رپوټ ورکولو لپاره په مقدماتی شرایطو کی او د مدني ټولنې څخه د عدالت غوښتنې له لارې ممکنه ځوابونه او د دولتي ادارو ځواب ویونکو کړنو په موخه به په منظمه توګه ترسره شي

په افغانستان کی داساسی حقونوڅارنۍ پروژه له افغانستان سره سازګاره او د اساسی حقونو له ستندردو جامع ارزونی بر بنست ده. دا پروژه یو جوړښت د ستندردو څیړنو او روزنی طریقه د مدنی ټولنو او دولتی افرادو د دخیلولو لپاره د افغانانو داساسی حقونو د لوړتیا او ساتنۍ لپاره د غوره تګلاری د موندلو په موخه منځته راغلی دیږ ددی پروژی بل مهم بخش په کابل کې د افغانستان د عامه څیړنو د موسسۍ په وسیله د پالیسۍ تجزیه او تحلیل په اړه حرفه یي زده کړی دی چې په بلژیک کی د ګینت د پوهنتون لخوا تایید شوی دی. دغه روزنیزه دوره دمدنی ټولنی د واجد شرایطو کاندیدانو لپاره تهیه شوی ده

د لا ډیرو معلوماتو لپاره لطفا له لوسیل مارتین، د اړیکو اومالی مرستو له مدیر سره دلاندی ایمیل ادرس له لاری په تماس کی شی lucile.martin@appro.org.af

همدارنګه کولای شی د لا ډیرو معلوماتو لپاره له لاندی ویب سایټونو څخه لیدنه وکړی

www.appro.org.af ; www.appro-europe.net ; www.nac-pp.net

د افغانستان د عامه څیړنو د موسسی په اړه

د افغانستان د عامه څیړنو موسسه د ټولنیزو څیړنو یوه خپلواکه اداره ده، چې د پلیسی او ټولنیزو روزنو د ودې او په افغانستان او نورو لږ پرمختللیو هیوادونو کې د پراختیا او بیا رغونې سره دمرستی په موخه فعالیتونه کوی. د افغانستان دعامه څیړنو موسسه دټولنیزو علومو په ساحه کې څیړنی، څارنې او ارزونې، ښوونې او مشوره ورکونې په برخه کې فعالیتونه ترسره کوی. د افغانستان دعامه څیړنو دموسسۍ مرکزی دفتر په کابل کی دی او همدارنګه یوه نمایندګی په اروپا کې لری


Fatal error: Call to undefined function wp_related_posts() in /home/content/66/9828966/html/ps/wp-content/themes/shark/single.php on line 106